د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر ایران نور بندیزونه لګولي دي

راپورونه وایي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تازه پر ایران نور بندیزونه لګولي چي ځیني شرکتونه هم ورڅخه اغېزمن کیږی.
په دې بندیزونو کي ۴ کسان او هغه دوه شرکتونه شامل دي چي د خزانې وزارت د بیان له مخي د ایران د پوځ په لارښوونه په ورانکارو سایبري فعالیتونو کي ښکېل وه.
پر دې سربېره د امریکا د عدلیې وزارت او د تحقیقاتو فدرال ادارې اعلان کړی چي په دې بندیزونو کي شامل ۴ کسانو پر امریکايي موسسو په سایبري حملو کي لاس درلود.
‏دا بندیزونه په داسي حال کي اعلانیږي چي پاکستان ته د ایراني ولسمشر د تازه سفر پر مهال پاکستان ته هم خبرداری ورکړی وو.
‏ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وه هر څوک چي له ایران سره د سوداګرۍ معاملې ته پلان لري، باید پر ایران لګېدلو درنو اقتصادي بندیزونو ته متوجه وي.