د امریکا د سولي انسټیټیوټ وايي، د کوکنارو پر کښت بندیز نارضايتي زیاتوي

د امریکا د سولي انسټیټیوټ په یوه تحلیلي راپور کي ویلي چي د کوکنارو پر کښت بندیز او د بزګرانو له خوا د کوکنارو په بدل کي د ټیټ ارزښت غنمو اخیستل ممکن نارضایتي او سیاسي کړکېچ لا پسي زیات کړي.

د راپور له مخي، که دا بندیز دوام وکړي، نو د سرپرست حکومت ځواک به وښيي؛ خو په ورته وخت کي به په کلیو کي بې وزلي لا پسي زیاته کړي، د مځکو د خاوندانو ترمنځ نارضایتۍ به زیاتي کړي او د سیاسي بې ثباتۍ لامل به وګرځي.

د امریکا د سولي انسټیټیوټ ویلي دي چي دا شرایط امکان لري چي بشري اړتیاوي زیاتي او ګاونډیو هیوادونو ته به د کډوالۍ لپاره فشارونه رامنځته کړي.

راپور وايي، دواړي مسٸلې د متحده ایالاتو او نورو لوېدیځو هیوادونو لپاره مهمي دي.

که څه هم چارواکي وايي، چي په افغانستان کي يې د کوکنارو کښت صفر ته رسولی، خو د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو ادارې د ليندۍ مياشتي په خبرپاڼه کي ويلي وه چي د تېر کال په پرتله په افغانستان کي د ترياکو توليد ۳۰ سلنه زيات سوی دی.