د امریکا د متحده‌ایالتونو ولسمشر جو بایډن وایي، په‌دې اړه چي اسراییل د ایران د بالسټیک توغندیو برید ته په څه ډول ځواب ووایي، جدي بحث روان دی او زیاته کړې یې ده چي دا به ولیدل سي چې دغه برید د ایران لپاره څه نتیجې لري

د رویترز خبري اژانس د راپور له‌‌‌مخي بایډن چي تېره شپه یې پر اسراییل د ایران له توغندویي برید وروسته په سپینه ماڼۍ کي څرګندوني کولې، یوځل بیا له اسراییل سره د متحده‌ایالتونو پر کلک ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل چي، دی به په‌‌دې اړه د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره خبري وکړي.
د اسراییل د پوځ ویاند دغه برید جدي بللی او زیاته کړې یې ده چي د ایران لپاره به بد عواقب ولري.
په عین حال کي د ایران سپاه پاسدران انقلاب ځواک ویلي، پر اسراییل یې په لسګونو بالسټیک توغندي وتوغول او اسراییل ته یې خبرداری ورکړ، چي که غچ اخیستونکي اقدام ته مخه کړي، نو د تهران له لا ویجاوړونکي او وروانونکي اقدام سره به مخ سي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په یو بیان کي پر اسراییلو حمله د ایران مشروع حق وباله او ویې ویل، ایران یوازي د اسراییلو پوځي او امنیتي تاسیسات په نښه کړي دي.
د اسراییلو پوځ د ایران له حملو وروسته ويلي، د اسراییلو هوايي ځواک به په ټول منځني ختیځ کي هوايي حملو ته دوام ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *