د امریکا د مذهبي ازادۍ کمیسیون وایي چي ط..البانو په افغانستان کي مذهبي ازادي له منځه وړې او له نړۍوالي ټولني ئې غوښتي چي د دغه هیواد د مذهبي لږکیو ملاتړ وکړي.
د ياد کمېسيون مشري، ویکی هارتزلر، ویلي: «ط..البانو په تېرو څلورو کلونو کي په افغانستان کي مذهبي ازادي په بشپړ ډول له منځه وړې ده.»
هغې دا هم زیاته کړې چي د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو افغانستان ته د کډوالو د بېرته ستنولو په صورت کي، د دغه هیواد ټول وګړي، په ځانګړي توګه مذهبي اقلیتونه له سختو ګواښونو سره مخ دي، چي په کښي د هغوی د وژلو او بدني سزاوو خطر هم په کښي شامل دئ.
د مذهبي ازادۍ کمېسیون مشره د ط..البانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون ته هم اشاره کړې او ویلي ئې دي چي دا قانون یو سختگیرانه او ظالم دئ چي ښځي ئې له ټولنیز ژوند څخه ایستلي او مذهبي اقلیتونه ئې د جدي ګواښونو سره مخ کړي دي.