د امریکا متحده‌ایالاتو په لبنان کي د حزب‌الله ډلي خلاف د اسراییل د بمباریو په څرګنده ملاتړ کړی دی

په دې کي هغه هوايي حمله هم شامله ده چي په نتیجه کې یې په بیروت کي د حزب‌الله ډلي مشر حسن نصرالله ووژل سو.
امریکا په عین حال کي ویلي، اوس په لبنان او غزه کي د اوربند وخت راغلی دی.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د حزب‌الله ډلي د مشر حسن نصرالله وژنه د زرګونو امریکایانو، اسراییلیانو او ملکي لبنانیانو په ګډون د هغه د ګڼو قربانیانو لپاره د عدالت یو اقدام ګڼلی دی.
بل خوا د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو د لویي کمېشنرۍ مشر وايي، پر لبنان د اسراییل د هوايي حملو له زیاتېدو سره څه باندي ۵۰زره کسان سوریې ته کډه سوي دي.
هغه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چي ۵۰زره لبنانیان یا هغه سوریایان چي په لبنان کي یې ژوند کاوه، د اسراییل د هوايي حملو له کبله مجبور سوي چي سوریې ته کډه وکړي.
د ده په وینا، تر ۲۰۰زرو ډېر نور کسان په لبنان کي دننه بې‌ځایه سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *