د امریکا متحده‌ایالاتو یو پاکستانی وګړی پرون له ایران سره د اړیکو په تړاو چي غوښتل یې د پیسو په مقابل کې یو امریکایي سیاستوال یا امریکایي چارواکی ووژني، رسماً تورن کړ

د امریکا د عدلیې وزارت تورن کس ۴۶ کلن اصف مرچنټ ښودلی چې، اوس د امریکا په توقیف کې دی.
دې وزارت نه‌دي ویلي چې هغه د کوم سیاستوال د وژلو نیت درلود، خو څرګنده کړې یې ده چې د قانون د تنفیذ ځواکونو مخکې له حملې هر ډول توطیه شنډه کړې ده.
په هغه جنایي دوسیه کې چې د نیویارک په بروکلین کې هغه ته پرانستل سوې، ویل سوي چې مرچنټ په متحده‌ایالتونو کې د خلکو د استخدام په لټه کې وو، چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د وژل سوي قومندان قاسم سلیماني غچ واخلي.
مرچنټ چې د څارنوالانو د ادعا له‌مخې له پاکستان څخه امریکا ته تر سفر مخکې یې یوه موده په ایران کې تېره کړې، د بروکلین د فدرالي محکمې له‌خوا د وژنې لپاره د خلکو پر ګومارنې تورن سو.