د امریکا متحده‌ایالتونه په افغانستان کي د هر ډول وسله‌ والي شخړي پر ضد خپل دریځ تکرار کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر له فاکس نیوز سره په مرکه وویل، واشنګټن نه ‌غواړي چي افغانستان بیا په جګړه کي ښکېل سي.

ده زیاته کړه، دغه هيواد له ۴۴ کلونو راهیسي په جګړه کي دی او دوی نه غواړي چي افغانستان بېرته شخړي ته راوګرځوي.