د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ديپلوماتیک ماموریت بیا پیلولو په اړه اوازې رد کړي

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت داسي مهال په کابل کي د ديپلوماتیک ماموریت بیا پیلولو په اړه اوازې رد کړي چي د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو دویمه ناسته په راتلونکو دوو اوونیو کي په دوحه کي جوړېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ودانت پاتل د خپلي اوونېزي خبري غونډي پر مهال ویلي چي امریکا له طالبانو سره د دیپلوماتیک بهیر د پیل اراده نلري. هغه زیاته کړې چي د دوحې په غونډه کي به د بشري حقونو، انجونو پر زده کړو او ورته موضوعاتو بحث وسي.

بل خوا د طالبانو سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کي ملګرو ملتونو سره رغنده تعامل ته لیوالتیا ښودلې او د دوحې د ناستي د بریا هیله ئې څرګنده کړې ده.