د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخي د امریکا نړیوالي پراختیايي ادارې یا USAID د ۲۰۸ افغان نجونو بورسیې لغوه کړي دي.
د یادو بورسیو په مرسته یاد شمېر افغان نجونو د افغانستان امریکايي پوهنتون کي زده کړي کولې.
د سرچینې د راپور پر بنسټ، دغه افغان نجوني چي په حضوري او انلاین بڼه یې زده کړو ته دوام ورکړی وو، یو شمېر ایمیلونه ترلاسه کړي دي چي له مخي به یې د امریکا په مالي ملاتړ رواني بورسیې لغوه سي.
تر اوسه د یادو افغان نجونو زده کوونکو د راتلونکي برخلیک په تړاو څه نه دي ویل سوي.
له دې وړاندي په عمان هیواد کي د ۸۲ افغان نجونو زده کوونکو بورسیې چي د امریکا نړیوالي پراختیايي ادارې له لوري تمویلېدې، هم د سمسترونو په نیمايي کي لغوه سوي وې.
دا بورسیې داسي مهال لغوه کېږي، چي په افغانستان کي د طـ.البانو له لوري له دوولس کلونو عمر پورته نجونو پر هر ډول زده کړو بندیزونه لګول سوي دي.