د امریکا د نړیوالي پراختیا ادارې (يو اېس اى آې ډي) په یوه راپور کي چي د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو د عالي کمېسيون په حواله ورکړل سوی، ویلي چي د ۲۰۲۳ کال د اګست له ۱۵مي تر ۲۰۲۴ زيږديز کال پوري له ایران او پاکستان څخه ۲.۲ میلیونه افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه سوي دي.
د دغه بنسټ د راپور له مخي یوازي ۷۳۴زره ۸۱۷ افغان کډوال له پاکستانه راستانه سوي دي.
دغه بنسټ وايي، چي تر دې مهاله يې له ۵۸۸ زره راستنېدونکو هیوادوالو سره مرستي کړي دي.
د راپور له مخي، تېر کال په هیواد کي ۲۳،۷ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا درلوده، چي له دې ډلي ۱۷،۳ میلیونه بېړنیو مرستو ته اړتيا درلوده چي په ټوله کي ۳۲،۱ میلیونه کسانو بشري مرستي ترلاسه کړي دي.