د امریکا ولسمشر ویلي، د افغانستان بانک کنګل سوې شتمني به همداسي کنګل پاته کیږي

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، په متحده ایالاتو کي د افغانستان بانک کنګل سوې شتمني به همداسي کنګل پاته کیږي. د افغانستان بانګ ۹ عشاریه ۵ ملیارډه شتمني چي پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ له پیل وروسته د متحده ایالاتو له لوري کنګل سوې په اړه تیره ورځ جوبايډن خپل ورکړل سوی فرمان تمدید کړی دئ.

سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کي د بایډن له قوله لیکلي چي دغه پیسې د اضطراري حالت او د اقتصادي سقوط د احتمال په خاطر اوس افغانستان ته بیرته نه ورکول کیږي.  پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ وروسته امریکا دغه شتمني کنګل کړه، خو وروسته ئې د افغانستان د اقتصادي ستونزو د حل لپاره د دغو پیسو یوه برخه چی ۳.۵ میلیارد ډالره کېږي په سویس کي د افغانستان امانت صندوق ته د انتقال اجازه ورکړه. د طالبانو حکومت که څه هم د بایډن د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکي ئې په وار وار د دغه شتمنیو د ازادېدو غوښتنه کړې ده.