د اوربند لپاره د هوکړي طرحه په لبنان کي د امریکا د سفیر لهخوا د تېري پنجشنبې په ورځ د لبنان د پارلمان رییس نبيه بري ته هم وړاندي سوې.
د حزبالله ډلي لوړپوړو چارواکو بیا ویلي چي د دغه هیواد حکومت د امریکا لهخوا د اوربند د رامنځته کولو پر وړاندیز غور کوي.
له دې سره د ایران د مذهبي مشر سلاکار علي لاریجاني ویلي چي هیواد یې، د حزبالله او اسراییلو ترمنځ د اوربند د رامنځته کولو د هر ډول پرېکړي ملاتړ کوي.
د لبنان د روغتیا وزارت د شمېرو لهمخي، د اسراییل او حزبالله ترمنځ د جګړې له پیل راهیسي تراوسه ۳۴۴۵ کسان وژل سوي او ۱۴ زره ۵۹۹ نور ټپیان دي.