د امریکا په نیویارک کي یوه کورنۍ وروسته تر هغه احضار سوې چي د طالبانو بیرغ یې پورته کړی وو

راپورونه وایي، چي د نیویارک په بروکلین ښار کي یوه کورنۍ وروسته تر هغه احضار سوې، چي د طالبانو بیرغ یې پورته کړی وو.
د نیویارک ټایمز د راپور پر بنسټ د یاد ښار سیمه‌ییزي شورا د یادي کورنۍ دغه کړنه ترهګریزه بللې او په یوه مجازي غونډه کي یې ویلي، چي لاهم د دوی په منځ کي ترهګره ډله سته.
بل لورته دغه کورنۍ ویلي، چي دوی نه پوهېدل دا بیرغ د طالبانو دی.
د نړۍ په ډيرو نورو هیوادونو کي هم د طالبانو پر بیرغ بندیز دی خو په ځينو هیوادونو کي بیا ورباندي بندیز نسته او خلک کولای سي دا بیرغ پورته کړي یا یې له ځان سره ولېږدوي.