د امریکا په ګډون ګاونډیو او د سیمي هیوادونو ته د ۷۷.۵ میلیونو ډالرو په ارزښت انجه او زعفران صادر سوي دي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چي د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کي د افغانستان څخه د امریکا په ګډون ګاونډیو او د سیمي هیوادونو ته د ۷۷.۵ میلیونو ډالرو په ارزښت انجه او زعفران صادر سوي دي.

د دغه وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد ویلي چي د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کي ۶۱۷ ټنه انجه د ۵۸ میلیون ډالرو په ارزښت هند، ازبیکستان، امریکا متحده ایالاتو، متحده عربي اماراتو او ایران ته صادره سوې ده.

د هغه په وینا، په همدې موده کي له افغانستان څخه ۸۰ ټنه زعفران د ۲۰.۵ میلیونو ډالرو په ارزښت هند، اسپانیا، سعودي عربستان، متحده عربي امارات او د امریکا متحده ایالات، فرانسه، جرمني او بریتانیا ته صادر سوي دي.

په افغانستان کي په وروستیو څه باندي دوو لسیزو کي په ځانګړي ډول په دغه هیواد کي د کوکنارو پرکرکیله باندي د بندیز د لګیدلو وروسته د دغو دواړو توکو کښت زیات سوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *