د امریکا یو جګپوړی پوځي چارواکی وايي چي په منځني ختیځ کي د یو پراخ سیمه‌ ییز کړکېچ بېره اوسمهال له منځه تللې ده ځکه اسراییلو او د لبنان حزب‌الله ډلي په خپلو کي له نښتي وروسته کړکېچ ته دوام ورنه کړ

د امریکا د وسله‌ والو ځواکونو لوی درستیز جنرال سي کیو براون دا څرګندوني منځني ختیځ ته د خپل درې ورځني سفر په پای کي پرون له رویټرز خبري آژانس سره په مرکه کي وکړې.

جنرال براون په عین حال کي زیاته کړه چي د منځني ختیځ کړکېچ ته اوس هم د ایران له‌ خوا لوی خطر پرځای پاته دی.

حزب‌الله د یکشنبې په ورځ د اسراییل پر لوري سلګونه توغندي او ډرونونه وویشتل او د اسراییلو پوځ وویل چې په لبنان کې یې د حزب‌الله پر یوه لوی مرکز حمله وکړه او په دې توګه یې پر اسراییلو د یوې لویي حملې مخه ونیوله.