د امنیت شورا ۹ غړیو د طـ.البانو د مشر د نیول کېدو د غوښتني ملاتړ کړی دی

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۹ غړو هیوادونو استازو د طـ.البانو د مشر او د افغانستان د واکمني ادارې د ستري محکمې د مشر د نیولو حکم د صادرېدو په باب د نړیوالي جزایي محکمې د څارنوال د غوښتني ملاتړ وکړ.
د فرانسې، بریتانیا، یونان، جنوبي کوریا، ډنمارک، پاناما، سلوانیا، سیرا لیون او ګویانا استازو په یوه ګډه اعلامیه کي د طـ.البانو له خوا د جنسیتي تبعیض غندنه هم کړې ده.
په اعلامیه کي راغلي چي طـ.البانو له ۸۰ څخه د زیاتو فرمانونو او محدودیتونو له لاري افغان ښځي او نجوني له عمومي ژوند څخه ایستلي، د دوی اساسي حقونه یې تر پښو لاندي کړي، د زده‌کړو او په نړیوالو سازمانونو کي د کار کولو مخه یې نیولې او د دوی پر انفرادي آزادۍ یې سخت محدودیتونه لګولي دي.
اعلامیه وړاندي ټینګار کوي چي د دوحې د خبرو په شان د دیپلوماتیکو پروسو په شمول د افغانستان په راتلونکي کي د ښځو بشپړه او مساوي ونډه حیاتي ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *