د امو نهنګانو د ۲۰۰ منډو هدف په پوره کولو سره خپله دوهمه لوبه وګټل

د لسم پړاو اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ-سربٌل جام سیالیو په پنځمه لوبه کي د امو نهنګانو د ۲۰۰ منډو هدف په پوره کولو سره د بند امیر ښامارانو ته ماته ورکړه .
په یاده لوبه کي د بند امیر ښامارانو لومړۍ توپ وهنه وکړه او د ۱۹۹ منډو په جوړلو سره یې د بند امیر ښامارانو ته د ۲۰۰ منډو هدف وټاکه .
د بند امیر ښامارانو لپاره حشمت الله شاهدي ۷۳ محمد شهزاد ۷۸ او ګلبدین النایب ۲۵ منډي جوړي کړې له بلي خوا بیا د امو نهنګانو لپاره شاهد الله کمال ۴۴ او قیس احمد په ۷ بالونو ۱۸ چټکو منډو جوړولو سره یاده لوبه په خپل ګټه پای ته ورسول