د اندونیزیا په جاکارتا کي د ط..البانو او هند سفیرانو ليدلي

په دې وروستيو کي د ط..البانو او پاکستان ترمنځ اړیکي د جګړې او کړکېچ له جدي پړاوونو تېرېږي، په ورته وخت کي بيا د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کي د ط..البانو حکومت سفیر سعدالله بلوچ له هند سفیر سندیپ چکرورتي سره لیدلي دي.
د دواړو لوریو ترمنځ سوې کتنه رسمي خبرپاڼي تائیدکړې ده.
په خبرپاڼه کي راغلي، چې دواړو سفیرانو د فرهنګي او اقتصادي اړیکو د پراخولو پر لارو چارو خبري کړي دي.
سرچینې وایي، په دې لیدنه کي دواړو خواوو د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا، د سوداګرۍ او اقتصادي تبادلو د اسانتیا، او د فرهنګي پروګرامونو د همغږۍ په اړه مفصل بحث سوی دئ.
د هند او ط..البانو اړيکي د هغه وخت څخه ډېري سوي، چي د ط..البانو او پاکستان اړيکي خرابي سوي.