وروسته له هغه چي په افغانستان کي خلګو و سټارلینک انټرنټ ته لاسرسی پیدا کړئ،څراغ تلوېزیون په افغانستان کي د ننه د ګڼو سرچينو او شنونکو نظرونه او اندېښنې ستاسو سره شریکوي.
اول نظر: چي د ښار او محل خلګو د مجلسو او اوازو څخه رارسېدلی دا دی چي د ط.البانو مشر هب.ت الله د بې ځایه کېدلو او ترور په سبب ط.البانو په ټول افغانستان کي انټرنټ بند کړی دی.
دوهم نظر:چي د کښتي رتبې د ط.البانو له منځه رارسېدلی دا دی چي د انټرنټ بندیز به تر ۷۲ ساعتونو دوام ولري.
دریم نظر: چي په افغانستان کي دننه د شنونکو څخه رارسېدلی دا دی چي امریکا ط.البانو ته تر سې شنبې وخت ورکړی و چي باید ټول امريکايي تبعه بندیان ورخوشي کړي،نو ځکه د یادي موضوع اړوند کندهار ولایت کي د ط.الب مشرانو لویه غونډه جوړه سوې ده.
د یادوني وړ ده چي یاد نظرونه تر اوسه د کوم رسمي لوري له خوا نه دي تایید سوي.