بهرنیو رسنیو ویلي، خبر ورکړی چي د انګلستان کرېکټ بورډ ویلي، د یو اړخېزي پرېکړي پر ځای متحد اقدام غوره کوي.
د راپورونو پر اساس د انګلستان د پارلمان د غړو په ګډون تر ۱۶۰ زیاتو سیاستوالو په یوه لیک کي د اروپا له مرکزي بانک څخه غوښتي، چي په افغانستان کي د ط.ا.ل.با.نو د حکومت له لوري د ښځو له حقونو څخه د سرغړوني له امله له دغه لوبي څخه ملاتړ ودروي.
سرچینو ویلي، چي د دې کار موخه داده، څو ښکاره پیغام واستول سي، چي د ښځو له حقونو سرغړونه د زغملو نه ده.
دا په داسي حال کي ده، چي د انګلستان او افغانستان د بشري حقونو يو شمېر سازمانونو تر دې وړاندي د انګلستان له حکومته د دغه لوبي د لغوه کولو غوښتنه کړې وه.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د روان کال د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه له انګلستان سره یوه ۵۰ اوریزه سیالي لري.