د انګلنډ کرکټ بورډ وايي‌، له افغانستان سره د چمپینز ټرافي لوبه نه لغوه کوي

د انګلنډ او وېلز کرکټ بورډ‌ وايي، د کرکټ ملي لوبډله به یې روانه میاشت د چمپینز ټرافي په سیالیو کي له افغانستان سره پلان سوې لوبه ‌ترسره کړي.
تر دې مخکي له ۱۶۰ ډېرو بریتانیايي سیاستوالو غوښتنه کړې وه چي دا سیالۍ دي د طـ.البانو حکومت له خوا په افغانستان کي د ښځو پر سپورټ او نورو حقونو د محدودیتونو له کبله لغوه سي.
د پي‌سي‌بي مشر ریچارډ‌ ټامپسن ویلي،‌ چي د بریتانیا له حکومت،‌ د کرکټ‌ له نړیوالي شورا او د انګلنډ‌ کرکټ د ملي لوبډلي له لوبغاړو سره له سلا مشورو وروسته پرېکړه سوې چي دا سیالي لغوه نه کړي.
د افغانستان او انګلنډ کرکټ لوبډلو ترمنځ د چمپېنز ټرافي سیالي د فبرورۍ په ۲۶مه په لاهور کي کېږي.