د انګلیستان د کرکټ کپتان جاس بټلر وايي، د کرکټ د اتلولۍ (چیمپیونز ټرافي) لوبو کي به یې لوبډله له افغان ټیم سره لوبه وکړي.
جاس بټلر د خپل هیواد د یو شمېر سیاستوالو هغه غوښتني رد کړې چي ویلي یې دي په افغانستان کي د ښځو د حقونو په خاطر دي د افغانستان د نارینه وو د کرکټ له ملي لوبډلي سره لوبي نه کېږي.
د بریتانیا یو سل او شپیته سیاستوالو د انګلستان او ویلز له کرکټ بورډ څخه غوښتي دي چي د فبرورۍ په شپږویشتمه دي د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلي سره لوبه لغوه کړي.
دا په داسي حال کي ده چي د افغان لوبډلي په ملاتړ په یو شمېر هیوادونو کي هم غونډي سوي دي.