د انګور اډې پرلتوال: شاوخوا ۴ میاشتي وسوې خو غوښتني مو نه دي منل سوي

د چمن تر څنګ د جنوبي وزیرستان د انګور اډې په سیمه کي هم له څلورو میاشتو راهیسي احتجاج روان دی.
دغه پرلتوال او احتجاج کوونکي وايي، چي دوی د سيمي د ولس لپاره د انګور اډې له لاري پر ډیورنډ کرښه له افغانستان سره په تګ راتګ کي د اسانتيا، تعليم، روغتيا، امنيت، د انټرنېټ او موبایل شبکې فعالولو او د ژوند د نورو اسانتیاوو غوښتنه کوي.
د دوی په خبره، پر دغه لاره د پاسپورټ او ویزې شرط لازمي کول د ډیورنډ کرښي دواړو خواوو سوداګرو، مزدورانو او ولسونو اقتصاد اغېزمنوي.
دوی وایي، پاسپورټ او ويزه نه سي منلای ځکه د ډيورنډ کرښي دواړو غاړو ته هغه کورنۍ پرتې دي چي یو تر بله دوستۍ او قرابت لري او دا کسان په اغزنو تارونو او پاسپورټ نه سي سره بېلېدلای.
خلک وایي، پاکستان په دې ورستیو کي نه یوازي پر ډیورنډ کرښه پرتو ولسونو ته بلکي د دواړو غاړو سوداګرو ته یې هم زیاتي ستونزي جوړي کړي او په قصدي ډول د دغه سیمي اقتصاد ځپل کیږي.