دې وزارت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چي سرپرست وزیر ملا عبدالطیف منصور د روسیې د میتاخیم شرکت له ریس او د سولي د شرکت له ریس نجیب الله صادق د اوبو اوانرژۍ د یوشمیرپروژو په اړه خبري وکړې.
دې وزارت ویلي چي دغو شرکتونو ته وړاندیز وسو چي د کابل په للندرسیمه کي د شاه توت بند او د پنجشیرله سیند څخه کابل ته د اوبو د لیږدولو په پروژوکي پانګونه وکړي.
د کابل ښارد اوسیدونکو د اوبو د ستونزي د هواري لپاره له څولسیزو راهیسي د پنجشیرله سیند څخه دې ښارته د اوبو د رسولو پر پروژې خبري کیږي خو په دې برخه کي تر اوسه پوري عملي اقدامات نه دي سوي.