دې وزارت د افغانستان د هواپېژندني ادارې د وړاندویني پر اساس ویلي، له نسبتاً شدیدو بارانونو سره مل د هریرود، مرغاب او امو په سیندیزونو حوزو کي د سېلونو د راوتلو احتمال سته.
دغه وزارت له هغو خلکو چي یادو سیندونو ته نژدې اوسي، غوښتي چي نه یوازي په خپله د سېل خطر ته متوجه واوسي بلکي د سېلاب د راوتلو په صورت کي شاوخوا نورو خلکو ته هم خبر ورکړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي چي په سرپل، فاریاب، بادغیس، بدخشان، هرات او ځینو نورو سیمو کي د باران په وجه د واورو د ویلي کېدو له کبله د سېلابونو د راوتلو احتمال سته.
سږ کال په افغانستان کي د سېلابونو له کبله سلګونو کسانو ته مرګژوبله او همداراز مالي تاوانونه اوښتي دي.