د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چي کابل ته د پنجشیر د اوبو د لیږد پروژې تطبیق ته چینایي شرکتونو لېوالتیا ښودلې ده

د دغه وزارت په خبرپاڼه کي ویل سوي چي د یاد وزارت سرپرست، عبداللطیف منصور د چین د «خواه فوتین شین» شرکت له رییس او د دغه شرکت له استازي «لي شین جییان» سره کتلي دي.

چینايي پلاوي ویلي چي غواړي له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د لېږد، د کابل د اوبو د تصفیې او په افغانستان کي له لمریزي برېښنا څخه د برېښنا د تولید په برخه کي پانګونه وکړي.

د اوبو او انرژۍ سرپرست همداراز ویلي، په افغانستان کي د پانګوني لپاره هر ډول زمینه برابره سوې او له ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو غوښتنه کوي چې د اوبو او انرژۍ پروژو په برخو کي پانګونه وکړي.

تر دې وړاندي يو شمېر اوکرايني متخصصينو هم له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې تطبیق ته لېوالتيا ښودلې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *