د اوبو او انرژۍ وزارت وایي نن په لغمان کي د شاهي کانال پروژې چاري پيل کړې

د یاد وزارت د معلوماتو له مخي د لغمان پر شاهي کانال پروژه باندي کابو ۵۰ ملیونه ډالره لګښت راځي، چي په جوړېدو سره به یې د یاد ولایت شاوخوا ۲۰ زره هکتاره دښتي مځکه خړوبه او زرګونه کسانو ته به د کار زمینه برابره سي.

بل لورته د لغمان اوسېدونکي هم د دې پروژې پيل ته خوښ دي او هیله مندي ښيي چي ورسره به په دې ولایت کي په زیات شمېر ځوانان په کار بوخت سي.

د اقتصاد یو شمېر پوهان دا ډول پروژې په لویه کچه د هیواد لپاره ګټوري بولي خو ټينګار کوي چي، مسوولین دي پروژې پشپړېدو ته ورسوي نه دا چي نیمګړي دي پاته سي.