دغه وزارت وايي، د یاد شرکت یوه هندي چارواکي و د برېښنا له وزیر سره په لیدنه کي په دې اړه خبري کړي.
د اوبو او برېښنا وزارت د یوې خبرپاني په خپرولو سره ویلي، چي د دغه وزارت سرپرست عبدالطیف منصور د (نجیب سلیمان) په نوم د یوه هندي شرکت له مرستیال منور لال سره لیدلي او د برېښنا د تولید په اړه یې خبري ورسره کړي دي.
خبرپاڼي د یاد هندي شرکت د مرستیال له قوله ویلي، دوی چمتو دي چي په افغانستان کي د برېښنا د تولید پر پروژو پانګونه وکړي.
خبرپاڼه زیاتوي چي د اوبو او برېښنا وزیر دغه هندي چارواکي ته په افغانستان کي د امنیت له پلوه ډاډ ورکړی.
تر دې وړاندي هم حکومت د افغانستان پر اوبو د هندوستان له خوا د برېښنا بند جوړولو خبرونه ورکړي وه، چي بیا د پاکستان د ځینو چارواکو له لوري له سخت غبرګون سره مخ سوي وه.