د اوربند له اعلان راهیسي په غزه کي ۱۱۳ کسان وژل سوي

په غزه کي د اوربند له اعلان وروسته لاهم د اسراییلو بریدونه دوام لري او په تازه بریدونو کي څه باندي ۱۱۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په وژل سویو کي ۲۷ کوچنیان او ۳۱ ښځي شاملي دي.
بریدونه د غزې شمال، لوېدیځ او نورو سیمو کي سوي دي.
په غزه کي د ملکي دفاع اداره بیا وايي، چي د اوربند له اعلان وروسته ۱۱۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۶۴ نور ټپیان دي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخي، ۸۷ کسان یوازي په غزه کي د اسراییلو د بریدونو له امله وژل سوي او پاته نور خان‌یونس، په رفح او نورو سیمو کي وژل سوي دي.
پر غزې د اسراییلو د بریدونو د پیل راهیسي تر دې مهاله ۴۶ زره ۷۸۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه باندي ۱۱۰زره نور ټپیان دي.