د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي ویلي چي د شمالي کوریا ګڼ شمیر سرتیري چي د جګړې په ډګر کي اوکرایني ځواکونو په ټپي حالت کي نیولي دي، مړه سوي دي

زیلینسکي پر روسیې تور پوري کړی چي دا سرتیري يې د “ډیر لږ خوندیتوب” سره د جګړې ډګر ته ورټیل وهلي دي.
اوکراین او لویدیځ متحدین یې شمالي کوریا په دې تورنوي چي زرګونه سرتیري یې د روسیې د ملاتړ کولو په خاطر اوکراین ته د جګړې لپاره استولي دي.
د اوکراین مشر پخپلو خبرو کي د شمالي کوریا د وژل سویو سرتیرو شمیر په ډاګه نه کړ خو یوازي دومره یې وویل چي دا سرتیري په ټپي وضعیت کي د اوکرایني ځواکونو لاسته ورغلي وه چي وروسته یې سا ورکړې.
زیلینسکي دا هم ندي ویلي چي دا سرتیري د اوکراین په کوم ځای کي نیول سوي دي.
تر دې وړاندي زیلینسکي ویلي وه چي د اوکراین په جګړه کي تر دې دمه نږدې ۳۰۰۰ د شمالي کوریا سرتیري وژل سوي دي.