د اوکراین د بريد له امله د روسيې دوه هوايي ډګرونه د لنډ وخت له پاره تړل سوي

رویټرز راپور ورکړی، چي د يکشنبې په سهار د اوکراین ډرون الوتکو د روسیې پر پلازمېنه مسکو بریدونه کړي، چي له امله ئې د مسکو دوه مهم هوايي ډګرونه د لنډ مهال له پاره تړل سوي.
د مسکو ښاروال وايي، ۹ اوکرایني ډرون الوتکي ئې په نښه کړي او له منځه ئې وړي دي.
د رويترز د راپور له مخي دغه برید په تولا سیمه کښي د ازوټ کیمیاوي فابریکې کښي اور لګولی او دوه کسان ئې ټپیان کړي.
دغه‌راز د روسیې د هوایي چلند ادارې ویلي، چي دغه دوه هوایي ډګرونه ئې د خوندیتوب په موخه تړلي دي.
بايد وويل سي، چي تېره اوونۍ هم اوکراین پر روسیې بریدونه کړي وو، چي په ځواب کښي روسیې د جمعې په ورځ پر کی‌یف ډرون بریدونه وکړل.