د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زلنسکي، چي مخکي یې له امریکايي چارواکو سره د «جګړې پای ته رسولو» لپاره خپل پلان شریک کړی وو، د لومړي ځل لپاره یې «لنډیز» د اوکراین پارلمان ته وړاندي کړی دی

زلنسکي د اوکراین په پلازمېنه کیف کي په پارلماني وینا کي ادعا کړې چي په دې پلان سره به په اوکراین کي جګړې ته د پای ټکی کښېږدي.
هغه هيله لري چي د روسيې سره په جګړه کي د اوکراين د دريځونو په پياوړي کولو سره، په داسي ډول چي د جګړې مخه ونيسي، په ۲۰۲۵ کال کي به د جګړې د پای ته رسولو پلان ګټور تمام سي.
د ولادیمیر زلنسکي د جګړې د پای ته رسولو په پلان کي له ناټو سره د اوکراین یوځای کیدل او د اوږد واټن ویشتونکي توغدیو کارول شامل دي.
بل خوا لوېدیځو هیوادونو او امریکا تر اوسه د زیلینسکي له دغه پلان سره موافقه نه ده کړې، خو روسیې په خپل لومړي غبرګون کي ویلي چي کېف باید «په هوش کي سي.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *