په فبروري میاشت کي دغه شمېر ۳۱زره وو چي له هغه راهیسي ۱۲ زره نور ورزیات سوي دي.
ولودمیر زیلینسکي پرون د ټلګرام په کانال کي لیکلي، په دې موده کي ۳۷۰زره نور پوځیان ژوبل سوي او درملنه یې سوې ده.
د ده په وینا، د ټپي سویو پوځیانو نیمايي یې بېرته د جګړو ډګرونو ته ستانه سوي دي.
پوځي شنونکي وايي، احتمالاً چي د وژل سویو او ټپي سویو پوځیانو شمېر تر دې زیات وي.
د امریکا متحده ایالتونو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له زیلینسکي سره په پاریس کي له کتني وروسته په ټولنیزه شبکه کي لیکلي چي اوکراین خپل ۴۰۰زره سرتېري له لاسه ورکړي او د روسیې ۶۰۰زره سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.