د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د جرمني د اپوزیسیون له مشر فریدریش مارتز سره په لیدنه کې ویلي چي له روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو په لټه کي دی

د رویټرز د راپور له مخي، نوموړي د ناستي په پای کي په یوه ګډه خبري غونډه کي زیاته کړه، چي د ناټو له پوځي اتحاد سره د اوکراين تر يوځاى کېدو پوري، په دغه هیواد کي د بهرنیو ځواکونو د پاته کېدو غوښتونکي دي.
دا په داسي حال کي ده، چي د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ د اوکراین او فرانسې له ولسمشرانو ایمانویل مکرون او ولادیمیر زیلینسکي سره په کتنه کي په اوکراین کي د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه.
هغه له روسیې او اوکراین څخه هم وغوښتل چي د جګړې د پای ته رسولو لپاره چي د «جنون» پای ته رسولو لپاره خبري اتري پیل کړي، خپل شرایط لېست کړي.