د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د دغه هیواد په جګړه کي د شمالي کوریا د سرتېرو د ګډون په اړه خبرداری ورکړی

زیلینسکي پرون خبردار ورکړی چي روسیه غواړي د رارواني یک‌شنبې ترورځي د شمالي کوریا پوځي ځواکونه په اوکراین کي دېره کړي.
هغه پرون پر خپله ایکس‌پاڼه ولیکل چي، د استخباراتي سرچینو په حواله تمه ده د شمالي کوریا د ځواکونو لومړۍ ډلګۍ د اکتوبر د ۲۷ او ۲۸ ترمنځ د جګړې سیمي ته واستول سي.
هغه ویلي، دا اقدام ښيي چي روسیه په ښکاره د جګړې پراخول غواړي.
زیلینسکي پر روسیې او شمالي کوریا د اغېزمن نړیوال فشار غوښتنه وکړه، څو په نتیجه کي یې دواړه هیوادونه د ملګروملتونو د مصوبو منلو ته اړ سي.
نوموړی زیاتوي، نړۍ د روسیې اصلي نیت چي د ده په وینا د جګړې دوام دی، په څرګنده ویني.
د اوکراین پوځي استخباراتو تېره پنج‌شنبې اعلان وکړ چي، د روسیې په کورسک سیمه کي یې د شمالي کوریا د پوځي ځواکونو حضور لیدلی دی.