د اوکراین د دې مرکزي ښار والي نن سهار د دې پېښې خبر ورکړی.
د والي په وینا د قربانیانو مړي د ژغورني ډلو د هغه ودانۍ له کنډوالو څخه راوایستل چي د روسیې د بالستیک توغندي په برید کي ویجاړه سوې ده.
له بلي خوا د اوکراین یوه بېپیلوټه الوتکه له سرحد څخه ۱۰۰ کیلومتره وړاندي د روسیې د بېلګورد سیمي په ستاري اوسکول ښار کي د تېلو پر یوه زېرمه لګېدلې ده.
د دې سیمي والي پر ټلېګرام چینل په یوه بیان کي ویلي دي چي، د دې برید د تلفاتو په اړه تر اوسه معلومات نهسته.
خو د روسیې دفاع وزارت ویلي، د هوايي مدافعې ځواکونو یې د اوکراین ۱۳ بېپیلوټه الوتکي له هغه ډلي ۹ په بېلګورد، ۲ په بیریانسک او ۲ په کورسک کي را غورځولي دي.