د اوکراین چارواکو نن سهار پر پلازمېني کییف د روسیې د ډرون بریدونو خبر ورکړی

د کییف ښاروال په خپل ټلېګرام کي ویلي چي، لږ تر لږه درې کسان وژل سوي.

دوشنبه سهار چي خلک کارونو ته روان وه د ډرون بریدونو په اړه خبرداری ورکړل سو.

اوکرایني چارواکو ویلي، لږ تر لږه لس روسي ډرون یې تعقیب او له منځه وړي دي.

د کییف د ځینو سیمو اوبه او برېښنا بنده سوې.

اخوا روسي چارواکو ویلي، د ساراتوف ښار په یوه هستوګنه سیمه د اوکرایني بې‌ پيلوټه الوتکو برید سوی.

د ساراتوف قومندان ویلي، یوه ښځه چي سخته ژوبله سوې وه، روغتون ته رسول سوې.