د اوکرایین ولسمشر وايي، روسیې په کورسک سیمه کي د اوکراییني ځواکونو پر پوستو د بریدونو لپاره د شمالي کوریا له ځواکونو مرسته غوښتې ده.

که څه هم ترواسه په دې بریدونو کي د شمالي کوریا د ځواکونو ګډون خپلواکو سرچینو نه دی تایید کړی، خو د اوکرایین د لوی درستیز په خبره، اوکراییني ځواکونو په ځوابي بریدونو کي یې د روسیې نفتي تاسیسات په نښه کړي دي.
زیلنسکي ویلي، که څه هم د شمالي کوریا ځواکونو یواځي پر کورسک سیمه په بریدونو کي ګډون درلود، خو په خبره یې شمیر يې ډیر وو.
د زیلنسکي دا خبري په داسي حال کي دي، چېي له دې وړاندي د اوکرایین د پوځ د مرکزي استخباراتو ریاست په یوې خبرپاڼه کي ویلي وه، مسکو به ډیر ژر په کورسک سیمه کي د اوکراییني ځواکونو پر پوستو د بریدونو لپاره د شمالي کوریا له ځواکونو مرسته وغواړي.
اوکراییني ځواکونو د روان کال په اګست میاشت کي د روسیې په خاوره کي دننه پر کورسک سیمه بریدونه پیل کړل چي د دې سیمي ډیره برخه یې په خپله ولکه کي ونیوله.