د ايران حاجيان به د هرات د سرحدي لاري څخه خپل هيواد ته تېريږي

د ط..البانو تر واک لاندي د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، د دې وزارت سرپرست وزير اميرخان مت.قي په کابل کي د ايران د سفير علي رضا بيګدلي سره ليدلي، چي د ليدني پر مهال پرېکړه سوې، چي په سعودي عربستان کي د ايران بند پاته حاجیان به افغانستان ته راځي او د افغانستان د هرات ولايت د لاري څخه په استفاده به ايران ته ځي.
دغه ايراني حاجيانو ته د افغانستان ويزه د يوې مياشتي له پاره مفته ورکول کېږي، تر څو د افغانستان د لاري خپل هيواد ته ستانه سي.