د ايران حکومت دوه افغانان د قتل په تور اعدام کړي

د بشر حقونو د هه نګاه بشري سازمان په خپل وروستي بيان کي ويلي دي، چي د ايران دولت دوه افغانان د بيرجند په مرکزي زندان کي اعدام کړي دي.
د دغه سازمان په خپره سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي دغه دوه افغانان د ايران دولت د قتل په تور اعدام کړي دي.
بايد وويل سي چي په دا وروستيو دوو مياشتو کي ايران شاوخوا شپږ تنه افغانان د بېلابېلو جرمونو په تور اعدام کړي دي.