د ايران دولت د ورېښمو پل لاره د افغانستان سره تړلې ده

سرچینو د چهارشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د نیمروز ولایت د ورېښمو پل سرحدي بندر د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا د افغانستان سره تړل سوی دئ.
تر دې دمه د بندر د تړل کېدو لامل نه ‌دئ روښانه سوی او نه هم د ط..البانو یا ایران حکومت په رسمي ډول څه ویلي دي.
بايد وويل سي، چي دا بندر له دې مخکي هم د ایران د پوله ‌ساتو ځواکونو له خوا د سنبلې په مياشت کي د هر ډول تګ راتګ پر مخ باندي تړل سوی و