د ايران دولت په روان ميلادي کال کي ۵۹ افغان وګړي اعدام کړي

هه نګاو د بشري حقونو سازمان د يکشنبې په ورځ په خپل وروستي راپور کي ويلي، چي د روان ميلادي کال په جريان کي د ايران دولت د بېلابېلو جرمونو په تور ۹۰۶ کسان اعدام کړي دي.
د دغه سازمان په خبره چي په دغو اعدام سوو کسانو کي ۵۹ کسان افغان وګړي دي، چي د يادي مودي په جريان کي د ايران حکومت په بېلابېلو زندانونو کي اعدام کړي دي.
د ياد سازمان په خبره چي د ايران دولت په اوسط ډول په هره هفته کي ۲۵ کسان اعدام کړي دي. د هه نګاو سازمان په وينا چي په دغه اعدام سوو کسانو کي ۲۶ تنه کوچنيان او ښځي هم شاملي وې.
دغه سازمان په خپل بيان کي د اعدام سوو افغانانو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي؛ خو دومره ئې ويلي چي په دغه هيواد کي زيات افغانان د قتل او نشه يي توکو د قاچاق په تور اعدامېږي.