د اکوړه خټک دارالعلوم حقانیه مدرسې مشر حامدالحق په یوه ځانمرګي برید کي ووژل سو

د راپورونو له مخي د خیبرپښتونخوا د اکوړه خټک په دارالعلوم حقانیه مدرسه کي نن د جمعې د لمانځه پر مهال د ځانمرګي برید په پیښه کي لږ تر لږه پنځه کسان وژل سوي دي.
په دې برید کي د مولانا حامدالحق زوی حامدالحق چي اوس مهال د اکوړه خټک دارالعلوم حقانیه مدرسې مشر وو هم وژل سوی.
سیمه ییزو پولیسو ویلي، چي چاودنه د حقانیه مدرسې د ودانۍ د انګړ په مسجد کي هغه مهال وسوه چي لمونځ کونکو د جمعې لمونځ کاوه.
په سیمه کي د ژغورني د ادارې مسوولینو ویلي، چي ژغورنکو د مسجد له دننه لږترلږه شل ټپیان هم را ایستلي دي.
تراوسه پوري چا یا کومي ډلي د دغه برید مسولیت نه دی منلی.