هغو افغان کډوالو ته کار ورکول، چي ایراني چارواکي یې «ناقانونه اتباع» بولي، «جرم» دی

د ایران د انتظامي ځواکونو قومندان احمد رضا رادان وايي، هغو افغان کډوالو ته کار ورکول، چي ایراني چارواکي یې «ناقانونه اتباع» بولي، «جرم» دی.
نوموړي ویلي، چي وروسته له دې به بې اسناده کډوال دغه هیواد ته د ننوتو، کور کرایه اخيستلو او د کار موندلو اجازه ونه لري.
د ایران د انتظامي ځواکونو قومندان زیاتوي، چي سږ کال به دوه میلیونه بې اسناده افغان کډوال وباسي.
احمد رضا رادان زیاته کړې، چي دوی له ایران څخه ۵۰۰ زره بې اسناده افغان کډوال نیولي او شړلي دي.
نوموړی وايي، په ورته وخت کي څه باندي ۲۵۰ زره بې اسناده افغان کډوال خپل هیواد ته د ستنېدو هوډ لري.
دا په داسي حال کي ده، چي په ایران کي افغان کډوال د دغه هیواد د پولیسو او اتباعو له چلند څخه شکایت کوي او وايي چي له هر ډول تاوتریخوالي سره مخ دي.
له بلي خوا يو شمېر کډوال وايي، چي ايراني پوليس یې د اخراج پر مهال د هغوى ټولي پيسې او جايدادونه ضبطوي او بيا يې په خورا «بدو» شرايطو کي افغانستان ته ستنوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *