د ایران یوه لوړ رتبه چارواکي ویلي، هیواد یې د سیستان و بلوچستان ولایت د اوبو د حق د تامین لپاره له افغانستان سره په مذاکرو بوخت دی.
ایراني رسنیو ایران د انرژۍ د وزیر عباس عليآبادي څرګندوني رااخیستي چي په سیستان و بلوچستان کي یې د اوبو د یوې پروژې د کتني پر مهال کړي دي.
ایران په وروستیو کي تور لګولی، چي افغانستان پر هغو سیندونو چي ایران ته ور روان دي د بندونو په جوړولو سره د ایران د اوبو له حق سرغړونه کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په میزان میاشت کي ویلي وه، د هلمند له سینده د دغه هیواد بشپړه د اوبو حق ابه له طالبانو اخلي.
د ا.ا چارواکو ویلي، د دواړو هیوادو ترمنځ د ۱۳۵۱کال معاهدې لهمخي د هلمند له سینده، د ایران د ایران د اوبو حق تامینوي.