د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټیرش ته خبرداری ورکړی چي که اسرائیل ورباندي برید وکړي تهران یې د پریکنده او پښېمانه کوونکي ځواب ورکولو ته چمتو دی

ایران د خپلو دوو نږدې متحدینو، د حماس مشر اسماعیل هنیه او د حزب الله مشر حسن نصرالله او همدارنګه د یو ایراني جنرال د وژل کېدو په غچ کي، د اکتوبر پر لومړۍ نېټه پر اسرائیل شاوخوا ۲۰۰ توغندي وتوغول.
د اسرائیل د دفاع وزیر تیره اونۍ ګواښ وکړ چي له ایران څخه د غچ اخیستنې اقدام به یې وژونکی، دقیق او حیرانوونکی وي.
عراقچي تېره اوونۍ لبنان، سوریې، سعودي عربستان، قطر، عراق او عمان ته د کړکېچ د کمولو په موخه سفرونه وکړل.
دا په داسي حال کي ده چي د اسرائیل او حماس تر منځ د تیر یو کال راهیسي روانه جګړه په دې وروستیو اونیو کي د لبنان په ګډون نورو سیمو ته پراخه سوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *