د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخي، لاریجاني دا خبري په هغه مرکه کي کړي، چي د ایران تسنیم خبري اژانس پرون خپره کړې ده.
د اسرايیل جنګي جټ الوتکو د اکتوبر میاشتې پر ۲۶مه د ایران پر ځینو اهدافو یو لړ بمبارۍ وکړې.
دا بمبارۍ څو اوونۍ وروسته له هغه وسوې چي ایران پر اسرايیل شاوخوا ۲۰۰ توغندي وویشتل.
ایران ویلي دغه حمله یې د لبنان د حزبالله او د فلسطینیانو د حماس ډلي د مشرانو د وژني په ځواب کي کړې ده.