د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ویاند علي محمد نایني وايي، د حماس د سیاسي دفتر د وژل سوي مشر اسماعیل هنیه غچ اخیستنه ښايي نور وخت ونیسي

هنیه د روان کال د جولای په ۳۱مه د ایران د پلازمېني تهران په شمال کي له خپل یوه ساتونکي سره هغه مهال ووژل سو چي نوموړي د ایران د نوي ولسمشر د لوړي په مراسمو کي د ګډون لپاره دغه هيواد ته تللی و.
ایراني چارواکو، اسراییل د دې پېښي مسوول بللی او ویلي یې دي چي دا کار به بې ځوابه پاته نه سي.
نایني زیاته کړه چي د اسراییلو په وړاندي د هغه هيواد ځواب ښايي د تېرو عملیاتو تکرار نه وي.
د اپرېل په ۱۸مه په دمشق کي د ایران پر قونسلګرۍ د اسراییلو د برید په غبرګون کي چي د سپاه پاسداران د قدس ځواک څو قوماندانان یې وژلي وو، ایران د اسراییلو په لور په سلګونو راکټونه او ډرون وتوغول چي ډېری یې اسراییلو او متحدینو ته یې له رسېدو مخکي له منځه یووړل سول.