د ایران رسمي دولتي اژانس ایرنا د دغه هیواد د کورنیوچارو په وزارت کي د بهرنیو وګړو او کډوالو د ادارې د مشر نادر یاراحمدي له قوله ویلي چي دا شمیر افغانان په پاسپورټ او ویزو باندي دغه هیواد ته ورځي.
د دغه ایراني چارواکي د ادعا پر اساس هغه شمیر افغانان چي ایران ته د سفر پر قانوني اسنادو ورځي، ورته د کار زمینه هم برابره سوې ده.
خو ځیني افغان کډوال چي ایران ته تللي په دغه هیواد کي د پولیسو له ناسم چلند او د هغوی له خوا د ځورونو څخه شکایتونه کوي او وايي چي د دغه هیواد د پولیسو چلند د ټولو افغانانو سره که قانوني اسناد ولري اوکه نه یو ډول دی او هغوی د افغانانو ځوروني ته دوام ورکوي.
په دې وروستیو کي ایراني چارواکو ویلي چي په دغه هیواد کي هره ورځ له ۳۰۰۰ څخه زیات افغانان نیول کیږي او خپل هیواد ته شړل کیږي.