د ایران له لوري پر اسراییلو د بې پيلوټه الوتکو په مټ برید پيل سو

راپورونه وایي، چي د ایران له لوري د شاوخوا پنځوس بې پیلوټه الوتکو په مټ پر اسرايیلو برید پيل سوی.
د لومړنیو معلوماتو له مخي دغه برید له عراق او یمن خاوري څخه ایران تنظیم کړی دی خو په دې لا تر اوسه نور جزیات نه دي ورکول سوي.
بل خوا اسراییلو چي له وړاندي یې د دا ډول برید خبر ورکړی وو په خپله شاوخوا سیمه کي جي پي ایس بند کړی تر څو بې پيلوټه الوتکي خپل هدف ته ونه رسیږي.